غصب

ساخت وبلاگ
د واقع کيدو او نه واقع کيدو له مخي طلاق په دوه ډولونو ويشل سويدي:  منجز طلاق: هغه طلاق ته ويل کيږي چي په هيڅ شرط پوري تړلي نه وي او يا هم راتلوونکي زماني او وخت ته نسبت ورنه کړل سي، بلکي يوازي او يوازي د خاون& غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : kabirobaidi بازدید : 68 تاريخ : چهارشنبه 29 آذر 1396 ساعت: 1:25

بشريت د تاريخ په اوږدو کي طلاق د نړۍ په هر کونج او کنار کي د يو ټولنيز عمل په توګه سره پيژني، که چيري د طلاق تاريخي سير ته ځغلنده نظر وکړو نو انسانانو د طبيعی غرايضو د اشباع او په ټولنه کي د اجتماعي ژوند لپاره ازدواج رامينځته کړ چی د نکاح د عقد سره پيوسته طلاق هم په مختلفو ډولونو سره رامينځته سو. د بشريت په تاريخ کی د طلاق د حقوقو څرنګوالي ته په لاندي توګه سره لنډه کتنه کوو. د پخوانيو انساني بشري څيړنو څخه داسي معلوميږي چی د بين النهرين پخواني تمدن د انساني تاريخ څخه پنځه زره کاله مخکي د عيسی عليه السلام د پيدايښت پوري رسيږی، او په دغه وخت کي دري مهم تمدنونه د سومر، بابل او اشور په نامه سره تي غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : طلاق,تاريخي,سير, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 69 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

طلاق د اړتيا پر مهال د خاوند اوښځي تر مينځ د کورني مشکل د حل په منظور روا ګرځول سويدي خو مخکي له دې چي د زوجينو تر مينځ د ژوندانه پريکون د طلاق په ذريعه تر سره سي نو اسلامي شريعت لاندی لارښووني د مشکل د حل لپاره کړي دي، زوجين بايد هغه په نظر کی ونيسي او له دې لاري خپل مينځي مشکلات حل کړي. که يو خاوند په خپله ميرمن کي ملامتيا ويني نو دلاندنيو لارو څخه دي د هغې په اصلاح کولو کي کار واخلي: الف – توصيه: که يو خاوند د خپل ښځي د اخلاقو په اړه يا کوم بل کردار او عمل څخه شکايت ولري نو سمدستي دي د طلاق په ورکولو اقدام نه کوي بلکي لومړي دي هغې ته په نيکه لهجه توصيه وکړي. الله ج په دې اړه موږ ته داسي لار غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : اسلامي,شريعت,طلاق,مخنيوي,لاري,چاري, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 36 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

د کليمو له مخي طلاق په  دوو ډولونو ويشل سويدي، لومړی په صريح او دوهم په کنايي ډول.  صريح طلاق: د طلاق د صريحو الفاظو په اړه فقهاوو  مختلفي نظريې وړاندي کړي دي: د احنافو او زيديه علماوو له نظره د طلاق صريح الفاظ هغه دی چي د هغې د استعمال څخه د طلاق معني ښکاره او افاده سي او د نکاح عقد ختم کړي چي دا مستقيل الفاظ په عرف کي غالباً د طلاق په مورد کي کاريږي لکه يو زوج داسي ووايي (انتِ طالقٌ، مطلقه، طلقتُک) يعني ته طلاقه يې، ته طلاقه سوې يې، ته مي طلاقه کړې، او يا هم داسي ووايي چي (انتِ علي حرامٌ او حرمتُکَ او محرمه) يعني ته په ما حرامه يې، ته مي په ځان حرامه کړي. سره له دې چي د حرام کليمې استعمال په غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : الفاظو,کليمو,مخي,طلاق,ډولونه, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 109 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

طلاق د ښځي او خاوند حالت ته په کتني سره طلاق پر څلور ډوله ويشل کيږي:  واجب طلاق: په هغه وخت کي ښځي ته طلاق واجب شميرل کيږي چي د زوجيت د اړيکو د شتون او بقاء له امله د حرام فعل رامينځته کيدل صورت ونيسی، لکه د خاوند لخوا ښځي ته د نفقې نه ورکول او هم د زوجې د حقوقو نه رعايتول او يا داچي خاوند مقطوع الذکر يا د جنسي عيوبو لرونکي وي. او د طلاق ورکولو څخه بغير بله يوازني بديله لاره موجوده نه وي نو د خاوند او ښځي د خصومت ختمولو په موخه د نکاح فسخه د امام شافعي رح او امام احمد بن حنبل رح په نظر غوښتلاي سي، خو د امام ابوحنيفه رح، اهل ظواهرو او جعفريه علماوو په اند د عدم انفاق په اساس ښځه د بيلتون حق نه غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : طلاق,حکم,ښځي,خاوند,حالت,کتني, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 65 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

د واقع کيدو او نه واقع کيدو له مخي طلاق په دوه ډولونو ويشل سويدي:  منجز طلاق: هغه طلاق ته ويل کيږي چي په هيڅ شرط پوري تړلي نه وي او يا هم راتلوونکي زماني او وخت ته نسبت ورنه کړل سي، بلکي يوازي او يوازي د خاوند هدف او مقصد د حال په زمانه کي ښځي ته طلاق ورکول وي، چي د طلاق مشروعيت اصل د تنجيز د صيغې استعمال په اساس رامينځته سوي وي، لکه خاوند خپلي ښځي ته ووايي (انتِ طالقٌ) يعني ته طلاقه يې. د منجز طلاق حکم دادي چي کله د خاوند له خوا د حال په جاري زمانه کي د تنجيز صيغه استعمال سي نو فوراً د طلاق حقوقي اثار رامينځته کيږي او په سمدستي توګه سره طلاق واقع سو خو په دې شرط چي طلاق ورکونکي شخص د پوره حقو غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : واقع,کيدو,واقع,کيدو,مخي,طلاق,ډولونه, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 287 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

   هر نهاد او سازمان د ځان لپاره څه ځانګړي خصوصيات او مشخصات لري چې د ملګروملتونو سازمان هم خپل خصوصيات او مشخصات لري چه په لاندې ډول يې توضح کوو. اول- د ملګروملتونو د منشور څخه معلوميږي چه يوازى دولتونه کولاى سي ددې سازمان غړيتوب ترلاسه کړي ځکه چې نوموړى سازمان يو بين الدول سازمان دى نو غړي‌ء يې بايد دولتونه وي ، نه سازمانونه، نه افراد او نور حکمي شخصيتونه . دوهم – د ملګروملتونو د منشور د دوهمې مادې د اولې فقرې څخه د دې سازمان  يو بل خصوصيت هم معلوميږي او هغه دا چه ملګروملتونه د ټولو ملکونو ملي حاکميت ته احترام لري او هر غړې هيواد په مساوي ډول په ملګروملتونو کښې د يوې رائى حق لري. ددې اظهارات غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : ملګرو,ملتونو,سازمان,خصوصيات,اهداف,اصول, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 70 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

     مقننه قوه یا قانون جوړونکې قوه چې د نړی په هیوادونو کی د پارلمان په نامه سره یادیږي د دولت له دریو رکنونو څخه یو رکن تشکیلوی پارلمان د نړی په ‌‌‌ډیرو هیوادونو کې په مختلفو نومونو سره یادیږی پارلمانونه د دولت د اداری سیتم او د رژیمونو د شکل له نظره د مختلفو صلاحیتونو لرونکی وی پارلمانونه له ځانګړیو خونو، دایمی او موقتی کمیټو،چی په ځانګړی توګه د ارزونی د کمیسیونونو او متحصصینو له ډلو څخه جوړوی د پارلمان دنده د قوانینو وضعه کول او تصیبول دی قوانین د حکومت، مدنی ټولنی، نورو اجتماعی اوعدلیه ټولنوپه وړاندی طرحه کیږی پارلمان په اصل کی هغه ځای ته وایی چې د خلکواستازی یا وکیلان پکی دی په دی ځای کی غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : مقننه,قوه, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 20 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

لومړى حدىث: په صحىح مسلم کې حضرت ابوذرغفاري وايي چې داسلام په پيل کې چې مې کله دنبي کريم ص  دنبوت خبر واوريدو نو مکې مکرمې ته راغلم يوه مياشت مې تېره کړه او دخوراک لپاره راسره څه نه وو او يواځې دزمزم اوبه مې څښلې زه ښه تيار شوم خېټه مې غټه شوه او پر ينې باندې مې چې کومې دلوږې اغېزې وې هغه ختمې شوې مسلم دا واقعه داسې را نقل کوي : ( قال أبو ذر ) فكنت أنا أول من حېاه بتحېة الإسلام قال فقلت السلام علېك ېا رسول الله فقال وعلېك ورحمة الله ثم قال من أنت ؟ قال قلت من غفار قال فأهوى بېده فوضع أصابعه على جبهته فقلت فې نفسې كره أن انتمېت إلى غفار فذهبت آخذ بېده فقدعنې صاحبه وكان أعلم به منې ثم رفع رأسه ث غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : دزمزم,اوبه,داحادىثوپه,رڼا, نویسنده : kabirobaidi بازدید : 43 تاريخ : يکشنبه 29 مرداد 1396 ساعت: 4:23

د اتومی وسلو د پراخ ازمایښت د مخنیوی معاهده داتومی وسلو د پراخ ازمایښت د مخنیوی په اړه په ۱۹۵۸ م کال کی د متحده ایالاتو د ولسمشر ډیوایټ ایزنهاور لخوا پیشنهاد سوه، چی پدی سلسله کی په ۱۹۶۳ م کال کی د ځمکی د کُری په اتموسفیر (فضا او هوا) او تر اوبو لاندی د اتومی او را ډیو اکتیف وسلو پر امتحانولو بندیز غصب...ادامه مطلب
ما را در سایت غصب دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : kabirobaidi بازدید : 38 تاريخ : سه شنبه 23 خرداد 1396 ساعت: 16:33